د ليبيا په ساحل 650 څخه زيات وطن پرېښودونكي د ډوبېدو څخه بچ كړے شول

طرابلس 19 مئي (اے پي پي) د ليبيا د سمندر په ساحل 650 غېر قانوني وطن پرېښودونكي د ډوبېدو بچ كړے شوي۔ د انډالډو خبر رسنې ادارې د ليبيا د اېجنسۍ وياند تارك ارګاز بيان حواله وركولو سره ووئيل تېره شپه د ساحل محافظو 650 څخه زيات وطن پرېښودونكي د ليبيا سمندري سيمه كښې د ډوبېدو نه بچ كولو سره محفوظ ځائې ته رسولي۔ د كډوالو نړيوال تنظيم له مخې دوي د طبي مرستې وركولو نه وروستو د كډوالو مركزونو ته لېږلې شوي۔ د يادونې وړ ده سږ كال د دوه زره نه زيات غېر قانوني تاركين وطن د ليبيا ساحل كښې بچ كړې شوي او 323 مړه شوي او دغسې 417 كډوا بې دركه شوي ۔