د اسرائيل بريدونه٬ فرانس د مصر او اردن سره په ګده ملګرو ملتونو كښې د جنګ بندۍ قرارداد وړاندې كولو تجويز

نيويارك/ پېرس 19 مئي (اے پي پي) په مقبوضه فلسطين سيمو د اسرائيل په بريدونو كښې د كوچنيانو او مېرمنو پشمول د 200 نه د زياتو فلسطينيانو د شهادت نه پس فرانس تجويز وركړے چې د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د مصر او اردن سره په ګډه د اسرائيل او فلسطين د روانې شخړې جنګ بندۍ لپاره قرارداد وړاندې كړي۔ د شورو په ورځ د برتانيې د خپرونو ادارې له مخې په غزه كښې د صحت چارواكو وئيلي دي د اسرائيل په بريدونو كښې 213 كسان شهيدان شوي او په اسرائيل كښې د فلسطين عسكريت خوښو په توغندې بريد كښې 12 كسان مړه شوي ۔ د فرانس اولس مشر دفتر لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې صدر اېمينوئل ميكوخواں د مصر خپل همڅنګ عبدالفتح السېسي او د اردون باچا عبدالله دوېم سره په شوو خبرو كښې قرارداد وړاندې كولو ته صلاح شوي ۔ درېو واړو هېوادونو دې خبرې ته اتفاق كړے چې جنګ بندي دې وكړې شي او سلامتي كونسل دې په لازمي توګه په دې مسئله بحث وكړي۔