خېبر پښتونخوا كښې د کورونا وائرس مثبت کيسونو شرح كمه شوې

پېښور 19مئي (اے پي پي) خېبر پښتونخوا كښې د کورونا وائرس مثبت کيسونو شرح كښې كمے رامخې ته شوے۔ د روغتيا محکمې شميري له مخي خېبر پښتونخوا كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د کورونا وائرس له امله نور 23 كسان مړه شوي۔رپورټ له مخي صوبه كښې د ايکټيو کيسونو شميره 7 زره 181 پاتي شوې، صوبائي سرښار پېښور كښې د كورونا مثبت کيسونو شرح 12 فيصد ده ۔رپورټ له مخي د تيرو 7 ورځو په مهال مردان كښې د مثبت کيسونو شرح 15 فيصد ته راغلې۔د ټولي صوبي په روغتونونو كښې د كورونا رنځورانو شميره هم كمه شوې دغسې د صوبائي سرښار په درېو لويو روغتونونو كښې د كورونا رنځورانو شميره كمه شوې٬ په دغه روغتونونو كښې په مجموعي توګه د كورونا وائرس 438 رنځوران داخل دي چې پكښې 44 په وينټي ليټرز دي