پېښور 18مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزير اعليٰ محمود خان د كورونا له امله د پېښور ايډيشنل اسسټنټ كمشنر شمس الاسلام په مړينه د غم دړد څرګندونه كولو سره د غمجني كورنۍ سره د يووالي څرګندونه كړې ۔ده ووئيل د كورونا وبا كښې د انتظاميې كردار د ستائنې وړ دے مونږ د ارواښاد د كورنۍ سره په دې غم كښې برابر شريك يو۔وزيراعليٰ دعا اوكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي