د اسرائيل فضائي بريدونو د لاسه 38 زره فلسطينيان بې كوره شوي،ملګري ملتونه

ملګري ملتونه 18مئي (اے پي پي)ملګرو ملتونو وئيلي دي په غزه د اسرائيل فضائي بريدونو په نتيجه كښې 38 زره څخه زيات فلسطينيان بې كوره شوي۔وئيلي كيږي چې په دې كښې دوه نيم زره داسې كسان دي د كومو چې په دې بريدونو كښې كورونه ويجاړ شوي۔د ملګرو ملتونو د فلسطين كډوالو اداري له مخي دغه كسانو په 48 سكولونو كښې پناه اخستي ده۔وئيلي كيږي چې په غزه پټي كښې د برېښنا ترسيل د ورځې يواځي 6 ساعته محدود كړے شوے۔د اسرائيل په بريدونو كښې په غزه كښې 41 تعليمي مركزونو ته هم زيان رسيدلے