بيونس آئرس 18 مئي (اے پي پي) د ارجنټائن د صحت وزارت وئيلي دي د تېرو 24 ساعتو په مهال د كرونا 28 زره 680 نوې كېسونه رپورټ شوي چې ورسره په هېواد كښې د وائرس ځپليو مجموعي شمېره 33 لكه 35 زره 965 ته رسېدلې ۔ د چين خبري اژانس له مخې د صحت ځائي وزارت زياته كړې چې د تېرو 24 ساعتو په مهال په هېواد كښې د كرونا له امله 505 كسان مړه شوې هم دي چې ورسره مجموعي شمېره 71 زره 27 ته رسېدلې او تر اوسه په هېود كښې وائرس ته ماتې وركولو سره 29 لكه 73 زره 267 كسان صحت مند شوي ٬ دا مهال په هېواد كښې د فعاله كېسونو شمېره 2 لكه 91 زره 671 ده۔ د صحت وزارت وئيلي دي تر اوسه د واكسينېشن كمپائن په مهال د لس مېليونه نه زيات واكسين لګولې شوي ۔ د يادونې وړ ده په ارجنټائن كښې به د جمعې تر ورځې د سماجي فاصلې اقدامات نافذ وي