
نوې ډيلې 18مئي (اے پي پي)نوي ډيلي كښې جوړ انډين ميډيكل ايسوسي ايشن وئيلي دي چې هند كښې د كورونا وائرس دويمي چپي په مهال 244 ډاكټران مړه شوي او يواځي د اتوار په ورځ د كورونا وائرس له امله 50 ډاكټران مړه شوي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخي تر ټولو زيات 69 ډاكټران په بهار رياست كښې مړه شوي دغسې په اترپرديش كښې 34 او ډيلي كښې 27 ډاكټران د كورونا وائرس له امله مړه شوي۔ انډين ميډيكل ايسوسي ايشن جنرل سيكريټري ډاكټر جے يش ليلي ميډيا ته ووئيل د دبه مرغه د اوتوار په ورځ هم 50 ډاكټران مړه شوي او اپريل مياشت وړومبۍ اوونۍ نه پس وبا دويمي چپي په مهال 244 ډاكټران مړه شوي