
ايډنبرا 18 مئي (اے پي پي) هالينډ او سكاټ لينډ ترمينځه وړومبې ون ډے انټرنېشنل به (نن) د شورو په ورځ روټر ډيم كښې كيږي۔سكاټ لينډ كركټ ډله دا مهال د هالينډ په دوره ده او د ميزبان ډلې په ضد به د دوه ون ډے ميچونو سيريز كوي۔ سكاټ لينډ وړاندې څخه د سيريز لپاره د 14 كسيزه ډلي اعلان كړې چې له مخي ئې كائل كوئټزر د ډلي مشري كوي۔ د دواړه ډلو ترمينځه د سيريز وړومبې ون ډے ميچ به (نن) د شورو په ورځ او دويم ميچ به په 21 مئي كيږي