
كيلي فورنيا 18 مئي (اے پي پي) د امريكې خالائي مركز ناسا وئيلي دي چې سږ كال به ډېر تود كال وي۔ د امريكې د خلائي مركز ناسا لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې كال 2016م به نړۍ لپاره ډېر ګرم كال وي۔ په بيان كښې وئيلي شوي دي چې سږ كال د اپرېل په مياشت كښې ګرمې د 1880 ريكارډ مات كړے او د دې اغېز به سږكال روان وي