د اېن سي او سي د پرېكړو له مخې په ګلګت بلتستان كښې به هم په بين الصوبائي ټرانسپورټ د 8م نه تر 16م مئي مكمل توګه بندېز وي

ګلګت 07 مئي (اے پي پي) د اېن سي او سي د پرېكړو له مخې په ګلګت بلتستان كښې به هم په بين الصوبائي ټرانسپورټ د 8م نه تر 16م مئي كال 2021م مكمل بندېز وي، د سېل ځايونه، هوټلې، رېسټورنټس او پاركونه په مكمل توګه د بندولو پرېكړه شوې. د ګلګت بلتستان د كورنيو چارو محكمې لخوا جاري شوې حكم نامې له مخې د اختر د رخصتې په مهال به د ګلګت بلتستان د سېلګرې ځايونه په مكمل توګه بند وي. دغسې بين الصوبائي ټرانسپورټ به هم بند ساتلے شي خو د هېواد د نورو برخو نه د ګلګت بلتستان اوسېدونكو ته خپلو سيمو ته د راتللو به اجازه وي.