
اېبټ آباد 05 مئي (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير اعظم خان سواتي وئيلي دي پاكستان رېلوے په خپلو پښو اودرول او د دې خدمات اولس ته رسول زما مشن دے، د رېلوے يو انچ زمكه نه خرڅولې شو او نه ئې قبضه مافيا ته وركولې شو. ده دا خبرې د شورو په ورځ د حوېلو رېلوے سټېشن د دورې كولو په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې. د دې څخه وړاندې حوېلو ته په رسېدو د قامي اسمبلۍ غړي علي خان جدون او د رېلوے سټېشن ماسټر حق نواز خان او د پاكستان تحريك انصاف كاركنانو د رېلوے وفاقي وزير اعظم خان سواتي هركلے وكړو. د رېلوے وفاقي وزير اعظم خان سواتي ووئيل پاكستان رېلوے قېمتي زمكه لري، دا زمكه به اوس په ليز نه وركړے كېږي بلكې په دې به رېلوے په خپله ودانې جوړوي او د دې به د كروړونو امدن راځي كوم به چې د رېلوے په ملازمانو او د نورو چارو په تعمير او پرمختګ خرڅ كولې شي او د محكمې معيار به لوړولې شي.په دې مهال وفاقي وزير د سټېشن ماسټر او د عملې د كاركردګۍ ستائنه هم وكړه