الماني ادارې د كورونا وائرس تشخيص سره اړوند سامان د پېښور روغتيا محكمې ته وسپارلو

پېښور۔۔5 مئی(اے پی پی) د خېبر ميډيكل پوهنتون پېښور ترسېوري لاندې د الماني ادارې جی آئی زېډ لخوا د روغتيا څانګې ته د كورونا وائرس تشخيص سامان سپارلو دستوره تېره ورځ ملټی پرپز هال كښې وشوه۔ په دې موقعه ډاکټر عامر آفاق سپېشل سېکرټری صحت، پروفېسر ډاکټر ضیاء الحق وائس چانسلر کے اېم یو، ډاکټر مقصود علی سی ای او هېلتھ کېئر کمېشن،پروفیسر ډاکټر محمدسلیم ګنډا پور رجسټرار کے ایم یو او ډاکټر نوید صادق اسسټنټ پروفیسر پروجېکټ لیډ هم موجود و۔ د دې څيزونو د روغتيا محكمې ته د سپارلو مقصد د کووډ۔19 خپرېدو مخنيوي سره سره د تشخص ګنجائش لا مستحكم كول دي۔ د دې څيزونو اخستو له نزدې 13 ملينه روپۍ وركړې شويدي۔ د پرانستې دستورې ته خپل خطاب كښې د خېبر میډیکل پوهنتون وائس چانسلر د روغتيا محكمې سره په مرسته كولو د جی آئی زېډ فاټا ډوېلپمنټ پروګرام مننه وكړه۔