
اسلام آباد 17 مئی (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقی وزیر چوهدری نثار علی خان اسلام اباد كښې د هاؤسنګ سوسائټیز جوړولو لپاره د سرکاری قوانین ترمخه په زمكه اخستو بندیز لګولې دې ۔ د نهې په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل يوه خاص طبقه دې څخه ګټې پورته كولو له سرکاری قوانین په غلطه توګه كاروي او د غریبانانو زمكې په ارزانه بيعه د اخستو اجازه به چا له ورنكړې شي ۔ ده چیف کمشنر ته سپارښتنه وكړه چې د اسلام آباد انتظامیه د كوم داسې عمل برخه ونه ګرځي