کولمبيا ، د ټيکس اصلاحات بل په ضد د مظاهرو په مهال 17 كسان مړه ، 800 ژوبل ، 400 ونيولے شول

بګوټا 04 مئي (اے پي پي) کولمبيا كښېد د ټيکس اصلاحات متنازع بل په ضد شوو د تشدد مظاهرو كښې په 5 ورځو كښې 17كسان مړه او 800 ژوبل شوي دغسې 400 څخه زيات كسان نيولې شوي۔د برتاني خبر رسني اداري له مخي کولمبيا كښې د وګړو انسانۍ او شهري حقونو تحفظ او د نګرانۍ فرائض ترسره كونكي محتسب دفتر تيره ورځ ووئيل د مظاهرو په مهال پوليس سره نښتو كښې 17 كسان مړه او ګڼ ژوبل شوي دغسې ژوبل شوي چې بكښې ګڼ پوليس اهلكار هم شامل دي۔ د ټيکس بل په ضد تجارتي يونينز په کال مظاهرې د تيرې شورو په ورځ پيل شوې ۔ محتسب کارلوس کمارګو ووئيل د مړو شميره 17 څخه زياتيدې شي ځكه چې اهلکارو ته د 20 كسانو د مرګ اطلاعات ترلاسه شوي خو تر اوسه د كومې هم اطلاع تصديق نه دے شوے۔ پوليس له مخي هېواد كښې د تشدد مظاهرو په مهال 400 څخه زيات كسان نيولې شوي هم دي