اېبټ آباد 04 مئي (اے پي پي) د تېرو 24 ساعتو په مهال په ايوب ټيچنګ هسپتال كښې د كورونا وائرس په نتيجه كښې درې كسانو ژوند د لاسه وركړے. د روغتون وياند له مخې په ايوب ټيچنګ هسپتال كښې په دې وخت كښې د كورونا وائرس ځپليو رنځورانو شمېره 79 ده. 15 رنځوران په اندېښمن حالت كښې په آئي سي يو كښې دي.د روغتون وياند اولس ته خواست وكړو چې د ګڼې ګوڼې ځايونو ته د تللو څخه ډډه وكړې او د ماسك استعمال لازمي كړئ