په باجوړ كښې د اېف سي په ګاډي بمي چاودنه كښې دوه امنيتي اهلكار شهيدان او دوه ژوبل شول

باجوړ 04 مئي (اے پي پي) په باجوړ كښې د اېف سي په ګاډي بمي چاودنه كښې دوه امنيتي اهلكار شهيدان او دوه ژوبل شوي . د باجوړ پوليس له مخې چاودنه د ماموند تحصيل په ترخو لغرۍ سيمه كښې شوې چې پكښې دوه امنيتي اهلكار شهيدان او دوه ژوبل شوي. په شهيدانو كښې نائب صوبېدار جاوېد او لانس نائيك ظاهرالله شامل دي. دوه ژوبل شوي اهلكار اعجاز او سېف الله د خار روغتون ته رسولې شوي . پوليس او امنيتي ادارو د پېښې نه پس په سيمه كښې د لټون عمليات پېل كړي دي.