بنګله دېش – د پخوانۍ وزيراعظمې خالده ضيا كورونا ټېسټ مثبت راغلو

ډھاکہ ۔4مئی (اے پی پی) د بنګله دېش پخوانۍ وزيراعظمې خالده ضياﺀ كورونا ټېسټ مثبت راغلے دے۔ د اناډولو نیوز ایجنسۍ له مخې د پخوانۍ وزيراعظمې خالده ضياﺀ پرېس ونګ آفيسر شمس الدين ديدر ميډيا سره خبرو كښې وئيلي چې ساه اخستو كښې د تكليف محسوسېدو له امله هغه د ګل په روځ د روغتون کورونری کېئر یونټ (سی سی یو) كښې داخل كړې شوه۔ د هغه وېنا وه چې د كورونا وائرس تشخيص نه وروسته روغتون كښې د خالدہ ضیا درملنې د تشكيل كړې شوې خاص طبي ډلې په نګرانۍ كښې روانې دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې خالده ضياﺀ دا مهال د مرکزی اپوزیشن بنګله دېش نېشنلسټ پارټی (بی اېن پی) چیئرپرسن ده۔