حسن ابدال 03 مئي (اے پي پي)په موټروے برھان سره نزدې بس ژوري كندې ته پريوتے چې په نتيجه كښې ئې 11 كسان مړه او 27 ژوبل شوي، په مړو كښې 9 نارينه ، يوه ميرمن او ماشوم شامل دي۔پوليس او د روغتون ذريعو له مخي يو بس د كوم لمبر چې نه دې معلوم شوے لاهور څخه مردان ته روان ؤ او برھان سره نزدې د تند رفتارۍ له امله د ډرائيور څخه بې قابو كيدو سره ژوري كندي ته پريوت چې په نتيجه كښې ئې 11 كسان مړه يو 27 ژوبل شوي ۔ د پېښې اطلاع ترلاسه كيدو سره موټروے پوليس او د تھاڼه صدر حسن ابدال پوليس عمله د پېښې ځائې ته ورسيده او مړھ او ژوبل كسان ئې تحصيل هيډکوارټر روغتون ته ورسول ، په پېښه كښې زيات ژوبل كسان پينډۍ ته رسولې شوي۔ پوليس د پېښې په اړه پلټني كوي