کابل۔2مئی(اے پی پی) د افغانستان پلازمينه كابل كښې تېره شپه د تېلو په يو ټانكر كښې د چاؤدنې په نتيجه كښې 4 كسان مړه ٬ 10 ژوبل او 5 نور بې دركه شوي دي۔ د چين د ابلاغ ذريعو د افغانستان د ځائي طلوع ټي وي چېنل خبر حوالې سره وئيلي دي چې د اتوار په ورځ د قطبي ولاياتونو يو بل سره په تړونكي ستره لاره د تېلو په يو ټانكر ناڅاپي اور ولګېد۔ دغلته نزدې 50 نور ټانكرونه كابل ته ننوتلو له ولاړ وو۔ د تېلو ټانكر كښې د اولنۍ چاؤدنې نه وروستو د چاؤدنو يوه لړۍ پېل شوه چې په نتيجه كښې ئې 50 ټانكرې سختې وځپلې شوې۔ په دې پېښه كښې يو آئل فلنګ سټېشن ، يو شمېر دكانونه او ودانۍ هم ويجاړې شوې۔ د پېښې نه وروسته يو شمېر فائر فائټرز اهلکار د پېښې ځائې ته ورسېدل او په اور د قابو موندلو هڅې ئې پېل كړې۔ د رپورټ له مخې دا پېښېه د ترھګرۍ د لاسه رامخې ته شوې ده۔ يو ټرك ډرائيور ووئيل دا پېښه ټانكر كښې د نصب كړې شوي بم چاؤدنه له امله رامخې ته شوه