په پېښور كښې د كورونا اېس او پيز په خلاف ورزۍ د ضلعي انتظاميې لخوا كارروائۍ روانې دي

پېښور 29 اپرېل (اے پي پي) په پېښور كښې د كورونا اېس او پيز په خلاف ورزې د ضلعي انتظاميې لخوا كارروائۍ روانې دي. د رپورټ له مخې په پېښور كښې د كورونا اېس او پيز په خلاف ورزۍ په يوه ورځ كښې 23 زره 54 كارروائې شوي. د كارروائيو په مهال 980 كاروبارونه سيل كړې شوي او 7157 كسانو او كاروبارونو ته د اېس او پيز په خلاف ورزې خبردارے وركړے شوے. په 1002 كسانو او كاروبارنو په مجموعي توګه 8 لكه 84 زره 100 روپې جرمانه لګولې شوې. په خلاف ورزې كولو د 465 كسانو په ضد اېف آئي آرز هم درج ٍكړے شوي. په پبلك ټرانسپورټ كښې د اېس او پيز په خلاف ورزې 8 ګاډي هم ضبط كړې شوي.