
نوے ډيلے ۔ 28 اپرېل(اے پی پی) د هند د سېسمولوي قامي سنټر(این سی ایس) له مخې د شورؤ په سهار 9 دقيقې كم 8 بجې د 6.4 شدت زلزلې جړقونه د هند په آسام رياست كښې محسوس كړې شول۔ د چين خبر رسنې ادارې د هندي اېن سي اېس جاري كړې شوي بيان حوالې سره وئيلي دي آسام رياست سره پېوستو سيمو كښې د زلزلې جړقونه محسوس كړې شول۔د زلزلې د لاسه خلق يرې واخستل او د خپلو استوګنو نه بهر په لارو كښې جمع شول۔ د زلزلې مركز په سونت پور سيمه كښې زمكه كښې 17 كلوميټر ژور و۔ بلخوا د زلزلې نه وروسته تر دې دمه د كوم ځاني يا مالي زيان په حقله كومه اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔