د كورونا وبا نه وروسته په وړومبي ځل د حرم صحن طواف ٬ لمونځ او عمره كوؤنكو نه ډك شو

ریاض۔28اپرېل(اے پی پی) سعودي عربستان كښې د كورونا وائرس نړيوالې وبا نه وروسته په اولني ځل د مسجد الحرام صحن طواف ٬ لمونځ او عمره كوؤنكو نه ډك شو۔ په 15 مه روژه د ماښام په وخت ټول صحن د لمونځ كوؤنكو نه ډك ليدلې شو۔ د كورونا نه بچ كېدو لپاره په وضعه كړې شويو ضابطو عملدرآمد سره په حرم مكي كښې د لمونځ او عمرې آسانۍ روانې دي۔ د حرمېن شريفېن د انتظامي چارو صدر خپل بيان كښې وئيلي چې د روژنې په اولنۍ لسيزه كښې 15 لكه وګړو د لمونځ او عمرې سعادت ترلاسه كړې۔ انتظاميې د ټولو ادارو كاركردګي ښه كړې ده او زائرينو ته آسانۍ وركوي۔ د مقدس جوماتونو انتظاميې مطاف كښې د 14 په ځائې 25 ټرېكونه جوړ كړيدي كومو كښې چې څلور خانه كعبې ته نزدې د مشرانو او معذور وګړو لپاره دي۔ مشرانو او معذور وګړو ته په الېكټرانك وهيل چيئر د طواف كولو آساني وركولې شي۔