ایوب ټیچنګ هسپتال كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د کورونا دوه رنځوران مړه شول ، د 16 حالت اندېښمن دے

ایبټ آباد 27 اپریل (اے پي پي) د ابیټ آباد ایوب ټيچنګ هسپتال كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د کورونا وائرس له امله دوه رنځوران مړه شوي۔ د ایوب ټیچنګ هسپتال وياند له مخي په روغتون كښې دا مهال 83 رنځوران داخل دي۔ آئی سی یو وارډ كښې د 16 رنځورانو حالت اندېښن دے۔ د کورونا وارډ ٢ كښې د رنځورانو شميره 67 ده۔12 رنځورانو ته سی پیپ مشین لګولې شوي۔ د روغتون انتظامیې وګړو ته غږ كړے چې د ضرورت نه غير روغتون ته مه راځئ او په كورونا اېس او پیز په سختۍ سره عملدرآمد باوري كړې۔