اسلام آباد۔27اپرېل(اے پی پی) د پاكستان نېټ بال فېډرېشن صدر مدثر آرائيں او سېكرټري جنرل سيد ګوهر رضا د خېبر پختونخوا د سپورټس پخواني ډائرېكټر جنرل انجینئر خانزیب خان په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ هغوي دعا وكړه چې لوئے څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ د غمرازۍ خپلو پېغام كښې هغوي ووئيل صوبه كښې د لوبو ودې له د ارواښاد كردار به ټول عمري ياد ساتلے شي۔