کابل۔27 اپرېل(اے پی پی) د افغانستان پلازمينې كابل په ارغندي سيمه كښې د دوه مسافر بسونو خپلو كښې ټكر كېدو پېښې په نتيجه كښې 7 كسان مړه او 70 ژوبل شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې د داخله وزارت وياند طارق آريان د نهې ورځې بيان حواله وركولو سره وئيلي چې د كابل نه قندهار ته تلونكې بس ارغندي سيمې ته نزدې د بل اړخ نه راروان بس سره ټكر شو چې په نتيجه كښې ئې بس كښې ناست 7 كسان په ځائې مړه او 70 نور ژوبل شول۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د زيارت ورځې نه وروسته دا افغانستان كښې دوېمه خطرناكه ترافيكي پېښه ده۔