کېنبرا۔27 اپرېل(اے پی پی)آسټرېلیا د کورونا وائرس کېسونو كښې د زياتوالي د لاسه تر 15 مئي هند نه په راتلونكو پروازونو عارضي بندېز لګولے دے۔ د العریبه نيوز له مخې آسټرېلیوی حکومت هند كښې د كورونا وائرس انفېكشن په لويه كچه د زياتوالي رامخې ته كېدو له امله تر 15 مئي هند څخه په راتلونكو پروازونو عارضي بندېز لګولے۔ د آسټرېلیوی وزیراعظم اسکاټ مورېسن وېنا وه چې دا بندېز به د مئي تر 15 مې نېټې دوام لري ولې چې هند نه سفر كولو كښې ښكاره خطرې موندلې شي چې له امله ئې د زرګونو په شمېر آسټرېلیوي وګړو په شمول هائی پروفائل کرکټرز هم ګېر شوي دي