د قامي اسمبلۍ د خارجه اړيكو قائمه كمېټې چيئرمېن د پاكستان او چين اړيكو په 65مه سالګره قام له مباركي وركړه

اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ د خارجه اړيكو قائمه كمېټې چيئرمېن سردار اوېس احمد خان لغاري د پاكستان او چين اړيكو په 65مه سالګره قام له مباركي وركولو سره وئيلي دي د دواړو هېوادونو اړيكې په ستراتېژيكي كچه مخ په وړاندې او د اقتصادي مرستې او د منطقې د اجتماعيت په پلو روانې دي٬ د پاكستان او چين شريكو پروژو ترسره كېدو سره به منطقه كښې د هند د تسلط قائمولو جنوني خواهش ختم شي٬ د پاكستان او چين په اقتصادي لار دې د كالاباغ بند په شان د سياست څخه ډډه وكړې شي او دا پروژه دې داسې ترسره كړې شي لكه څنګه چې د پاكستان ماشوم ماشوم او هر يو سياسي ګوند په ګډه اټومي پروګرام ترسره كړے و