پیښور 26 اپرېل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا حكومت وياند كامران بنګش خبردارے وركړے چې كه د كورونا په اېس او پيز په سختې سره عمل ونه كړے شو نو د رنځ خپرېدو شرح لا زياتېدې شي او صورتحال ډېر سنګين كېدے شي. د ګل په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل د كورونا دريمې چپې په مهال د كورونا د خپرېدو شرح ډېره ده، اولس دې په دې قابو موندلو لپاره د حكومت ملګرتيا وكړي. ده ووئيل اولس ته به د ذمه وارې څرګندونه كول وي چې دغسې زمونږ حال د هند غوندې نه شي چرته چې رنځوران د وېنټي لېټرز او آكسيجن كمي سره مخ دي. ده ووئيل ورځ تر بله په روغتونونو كښې د رنځورانو ګڼه زياتېږي. كه احتياطي تدابير ونه كړے شول نو حكومت سره به د مكمل لاك ډاٶن نه علاوه كومه بله چاره پاتې نه شي. ده ووئيل د خېبر پښتونخوا حكومت په صوبه كښې د كورونا د صورتحال مستقل نګراني كوي. ده ووئيل صحت كارډ د صوبائي حكومت لويه كارنامه ده