په هري پور كښې نور درې كسان كورونا سره مخ شول، د كورونا وائرس د فعاله كېسونو شمېره 238 ته ورسېده

هري پور 26 اپرېل (اے پي پي) هري پور كښې نور درې كسان د كورونا سره مخ شوي او دې سره د كورونا وائرس د فعاله كېسونو شمېره 238 ته رسېدلې. د خبر له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال په هري پور كښې په نورو درېو كسانو كښې د كورونا وائرس تشخيص شوے. د هري پور د ډاكټر اېسوسي اېشن صدر ډاكټر حسېن رضا ترابي له مخې په هري پور كښې د كورونا وائرس شرح 6.20 فيصد ده. ده ووئيل اولس دې په احتياطي تدابير عمل وكړي