ممبئي 26 اپرېل (اے پي پي) د بالي وډ اداكارې سوارا بهاسكر وئيلي دي د هند مېډيا د مخالف كمپائن باوجود هم پاكستان ” د لوي زړه لرونكې ګاونډي” ثبوت وركړے او په دې د پاكستان مننه كوم. په ټويټر په خپل يو ټويټ كښې هغې ووئيل په دې ليدلو خوشحاله شوے يم او د تباهې په لمحو كښې د پاكستان سول سوسائټي او سوشل مېډيا هند سره د يووالي څرګندونه او همدردي كوي. دا په دې داسې حال كښې كېږي چې زمونږ مېډيا او زمونږ اولسي بيانيه پرله پسې په پاكستان پورې ټوقې كوي او پاكستان بدناموي