واشنګټن۔26اپرېل(اے پی پی) امریکا كښې د كورونا وبا د لاسه د ځپلو شمېره 3 کروړه 28 لکھ 24 زره نه زياته شوې ده۔ د ګل په ورځ د امريكائي ابلاغ ذريعو له مخې هېواد كښی د دې وائرس د لاسه د مړو شمېره 5 لکھ 86 زره نه زياته شوې ده۔ امريكا كښې د كورونا د لاسه د ځپليو مجموعي شمېره 32824389 او د فعاله ځپليو 6858406 ده۔ امريكا په نړۍ كښې د كورونا نه تر ټولو زيات ځپلے شوے هېواد دے۔ امريكا كښې د دې وبا د لاسه تر دې دمه 586152 كسان مړه شوي دي۔ ګرده نړۍ كښې د دې وبا د لاسه د مړو شمېره 31 لکھ 22 زره نه زياته شوې ده۔ بلخوا امريكا كښې د دې ناروغتيا نه 25379831 كسان ښه شوې هم دي۔ امريكا كښې د دې ناروغتيا نه بچ كولو له تر دې دمه 22کروړه 56 لکھ نه زياتو وګړو ته وېكسين لګولې شوي دي۔