په المان كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 33 لكه ته ورسېده

برلن۔26اپرېل(اے پی پی) په المان كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره زياتېدو سره 33 لكه ته رسېدلې ده۔ د وبائي رنځونو مخنيوي ادارې رابرټ كوخ انسټيټيوټ د ګل په سهار برلن كښې وئيلي چې د تېرو 24 ساعتو په مهال ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس 12 زره نوې كېسونو رپورټ كړې شول چې ورسره د ځپليو شمېره زياتېدو سره 32 لکھ 99 زره نه زياته شوه۔ په دې مهال نور 60 رنځوران د دې وباﺀ د لاسه مړه شوي۔ او دې سره ګرد هېواد كښې د مړو مجموعي شمېره 81 زره 624 ته رسېدلې ده۔