هند كښې د كورونا وائرس له امله نور 3 لكهھ 49 زره 691 كسان ځپلې شوي،د مړو شميره يو لكھ 92 زره 311 ته ورسيده

نوي ډيلے 25 اپريل (اے پي پي) هند كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره زياتيدو په نتيجه كښې او آكسيجن سلنډرو كمي له امله صورت حال نور هم خراب شوي۔د هند ميډيا له مخي د هند د روغتيا وزارت د اړخه جاري شوي شميري له مخي د تيرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس له امله نور 3 لكھ 49 زره 691 كسان ځپلې شوي دې نه پس د مجموعي كيسونو شميره يو كروړ 69 لكهھ 60 زره 172 ته رسيدلي، دغسې 2 زره 767 نور كسان مړه شوي دې نه پس د مړو شميره يو لكھ 92 زره 311 ته رسيدلي۔هند كښې سږ كال د 16 جنوري راهسې كورونا ويكسينېشن كمپائن هم پيل شوي ؤ، ويكسينيشن كمپائن نه پس تر اوسه 277 مليونه تسټونه شوي دغسې 140 مليونه كسانو ته كورونا ويكسين لګولې شوي۔ كورونا وائرس له امله تر ټولو زيات ځپلې شوي هېوادونو كښې اوس هند په دويم لمبر دې۔