نوي ډيلے 24 اپريل (اے پي پي) هند كښې كورونا وائرس له امله تيرو 24 ساعتونو په مهال د مړو يو نوي ريكارډ جوړ شوي، 2 زره 624 كسان نور مړھ شوي دې نه پس د مړو شميره يو لكه 89 زره 549 ته ورسيده۔ د هند ميډيا له مخي هند كښې روغتونونو كښې د رنځورانو لپاره نور ځائې نشته، روغتونونو كښې كټونه او آكسيجن سيلنډز ختم شوي۔ كورونا وائرس له امله دومره زيات كسان مړه شوي چې پھ نتيجه كښې شمشان ګھاټ د مړو څخه ډك شوي۔ په ځيني سيمو كښې په شمشان ګھاټونو كښې اجتماعي اوور عمل پيل شوي۔ د هند د روغتيا محكمې شميري له مخي هند كښې كورونا وائرس له امله 3 لكهه 45 زره كورونا نور كيسونه رپورټ شوي دي ن هپس د مجموعي كيسونو شميره زياتيدو سره يو كروړ 66 لكهه 10 زره 481 ته رسيدلي۔ كورونا وائرس له امله هند تر ټولو زيات ځپلې شوي هېواد جوړ شوي۔بلخوا يو اے اي، كاناډا او سنګاپور هېواد ته د هندي وګړو په داخليدو بنديز لګولې دې۔