كوئټه 23 اپرېل (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف سېنېټر محمد عبدالقادر وئيلي دي اولس دې د كورونا دريمه چپه سنجيده وګڼي او د ماسك استعمال سره سره دې اېس او پيز عملي كړي. د جمعې په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل د بې احتياطې په وجه د كورونا د مثبت كېسونو شرح پرله پسې زياتېږي. ده ووئيل د تجارانو پشمول د ژوند د ټولو طبقو د خلقو لخوا احتياطي تدابير نه كولو سره حكومت د مجبورې سخت اقدامات كوي. ده ووئيل د كورونا وائرس علاج په دې وخت يوازې احتياط او اېس او پيز عملي كول دي. ده ووئيل د احتياط نه كولو په وجه كورونا وائرس پرله پسې زياتېږي او دا په سباٶن كښې خطرناك صورتحال اختيارولے شي