كوئټه 23 اپرېل (اے پي پي) وفاقي وزيرې زبېده جلال وئيلي دي د انټرنېټ اسانيو وركولو سره به د سرحدي سيمو زده كوونكي نه يوازې د آن لائن كلاسونو د تعليمي اسانيو څخه استفاده وكړي بلكې دې سره به معاشي چارې هم وده ومومي. هغې دا خبرې د جمعې په ورځ سركاري مېډيا سره د خبرو په مهال وكړې. د دفاعي پېداوار وفاقي وزير زبېده جلال ووئيل اوسنے حكومت د سرحدي سيمو پرمختګ او دې سيمو ته بنيادي اسانيو وركولو لپاره عملي هڅې كوي.مونږ ته د مكران ډويژن اولس په اسمبلۍ كښې د نمائندګۍ او خدمت مېنډېټ راكړے. هغې ووئيل په بلوچستان او خاص توګه مكران كښې به ټولو سيمو ته بنيادي اسانې وركولو لپاره هڅې روانې ساتلې شي.