پشاور۔23اپریل (اے پی پی):د خیبرپختونخوا اسمبلۍ د لیویز اهلکارو د بحالۍ ، د ډیرہ اسماعیل خان هوائې اډې فعالولو او د ږلې نه فصلونو ته د رسېدونكې زيان ازالې پشمول پينځه قراردادونه په يوه خله منظور كړي ۔ د اسمبلۍ په غونډه كښې د اے این پي غړي وقارخان قرارداد وړاندې كړو چې پاکستان نیشنل شپنګ کارپوریشن د سوات څخه تعلق لرونكو سیل مېنانو سره امتیازي سلوک كوي او هغوي ته جهازونو كښې د تللو اجازه نه وركړې كېږي ۔ ځكه دا اسمبلي د صوبائي حکومت نه غوښتنه كوي چې وفاقي حکومت ته دا سفارش وكړي چې دغې خلقو له په جهاز د تللو اجازه وركوي ۔دغسې د پي ټي آئي غړي بابرسلیم سواتي او د ن لیګ سرداریوسف جلا جلا قراردادونه وړاندې كړل چې د دوو ورځو طوفاني بارانونو او ږلۍ څخه د مانسهرہ پشمول ځپليو ضلعو كښې فصلونه تباه شوي حکومت دې د دغه كروندګرو مالي مرسته وكړي ۔ دغسې د پي پي پي غړي احمد کنډي قرارداد وړاندې كړو چې د ډیرہ ائرپورټ دې فعاله كړے شي او دغلته نه د شيډول پروازونو چلولو لپاره دې زر تر زره ګامونه پورته كړے شي ۔ په دې مهال د پي پي بل غړي صاحبزادہ ثناءاللہ قرارداد وړاندې كړو چې د لیویز اهلکارو لپاره د 2015 په رولز كښې بدلون كړے شوے چې ورسره اهلکار د وخت نه وړاندې ریټائرډ كړے شوي كومه چې د قانون خلاف ورزي ده ٬ د حکومت نه غوښتنه ده چې د 2015 رولزبحال كړي او اخوا كړي اهلکار بحال كړے شي ۔دا ٥ واړه قراردادونه اسمبلۍ په يوه خله منظور كړي دي