د سري لنكا د بدھ مت مشرانو د پاكستان دوره: د مذهبي سېلګرې د زياتولو د وژن عملي اظهار

رپورټ : امتياز احمد

پښتو ترجمه : محمد عامر آفريدي

مذهبي سېلګرۍ په نړيواله كچه د معيشت پرمختګ لپاره يو مهم حېثيت اختيار كړے. په نړۍ كښې د بېلا بېلو مذهبونو پېروكار د لكونو په شمېر مذهبي فريضه ترسره كولو او روحاني سكون ترلاسه كولو لپاره هر كال د مقدسو ځايونو پلو مزل كوي. هر كال نزدې د 300 نه تر 330 مليونه سېلګري د نړۍ بېلا بېلو مذهبي ځايونو ته ځي كوم چې د اربونو ډالرو د زرمبادله پېدا كولو ذريعه وي. پاكستان د نړۍ د بېلا بېلو پخوانو تهذيبونو مركز دے او په يوه داستې منطقه كښې پروت دے كوم چې د نړۍ د درېو لويو مذهبونو هندو مت، بدھ مت او سكھ مت د پېروكارو زرګونه كاله پخواني تاريخي او مذهبي مقامات په لويه شمېره لري خو سره د دې هم د پاكستان د سېلګرې څانګه د هند، تركيې، سري لنكا او د منطقې د نورو هېوادونو څخه ډېره وروستو پاتې ده او د دې مهمه وجه د امنيت ستونزې، د فنډز كمے، د پام نشتوالې او نورې يو شمېر چارې دي. په خاص توګه د نائن الېون د پېښو نه پس د پاكستان د سېلګرې صنعت ته خو ډېر زيان رسېدلے.

په دې تناظر كښې په ټول هېواد كښې د سېلګرې ودې لپاره په وېزا پالېسې كښې نرمي، سېلګري مائل كولو لپاره د سېلګرې په اړه خدمات او اسانۍ باوري كولو لپاره ضرورت محسوس شوے. د اوسني حكومت د عملي اقداماتو په نتيجه كښې پاكستان په مستحكم رفتار سره د سېلګرې په څانګه كښې پرمختګ كوي او د دې مثال د كرتار پور لارې پروژه ترسره كېدل نه يوازې د سكھ ټولنې زړونه ګټلي بلكې په پاكستان كښې ئې د مذهبي سېلګرې د ودې نوې لارې هم پرانستلي دي . هم داسې كه مونږ د بدھ مت د ورثې خبره وكړو نو په ټول پاكستان كښې د بدھ مت مذهب منونكو زرګونه كاله پخواني د سېلګرې مذهبي مقامات شته د كومو بحالۍ ته چې حكومت خاص پام كوي.

وزيراعظم عمران خان په كال 2018م كښې د اقتدار سنبالولو نه سمدستي وروستو د هېواد معيشت قوي كولو او په ټوله نړۍ كښې د پاكستان تشخص بهتر كولو لپاره مذهبي سېلګرې ته د ودې وركولو په ضرورت زور راوړے . د سري لنكا د اوسنۍ سركاري دورې په مهال وزيراعظم عمران خان د سري لنكا بدھ بهكشوو ته بلنه وركړې چې هغوي  راشي او په پاكستان كښې  خپل مقدس د بدھ مت اثار او مذهبي مقامات اوګوري. د وزيراعظم عمران خان په خاص بلنه او په سري لنكا كښې د پاكستان هائي كميشن په مرسته د اپرېل د 19مې نېټې كال 2021م څخه د بدھ مت مذهبي مشران د پاكستان په دوره راغلي دي. دا بدھ بهكشو به د خپلې دورې په مهال د بدھ مقاماتو او عجائب ګهرو دوره كوي. هيله ده چې د دوي  دورې سره به په ټول هېواد كښې مذهبي سېلګري وده وكړي ځكه چې پاكستان د قديم بدھ تهذيب مركز دے كوم چې تر اوسه د نړۍ په نظر كښې نه ؤ راغلے، د سري لنكا د پلاوي اوسنې دورې سره به د دې اهميت لا زيات شي.

 

د بدھ مت د پلاوي مشري ډاكټر والپول پيانند تهيروكر كوي. دا پلاوې به د لاهور دوه ورځنې دورې نه علاوه اسلام آباد، ټېكسلا، شبهاز ګړھې، تخت بهائي او جهان آباد﴿سوات﴾ ته ځي. د بدھ مت د مذهبي مشرانو دا پلاوې به د مذهبي چارو او د مذهبونو د همغږۍ وزارت اعلٰی چارواكو سره هم ملاقاتونه هم كوي كوم چې اوس په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د خپلې دورې په مهال صدر ډاكټر عارف علوي او وزيراعظم عمران خان سره ملاقاتونه كوي

د سري لنكا په پايه تحت كولمبو كښې د پاكستان هائي كميشن سېكنډ سېكرټري عائشه ابوبكر فهد وئيلي دي په نړۍ كښې ډېرو خلقو ته نه ده معلومه چې پاكستان د ګندھارا د پياوړي تهذيب او د بدھ تهذيب كور دے

عائشه ابوبكر فهد ووئيل د وزيراعظم عمران خان وژن له مخې مذهبي سېلګرې ته وده وركولو او قېمتي زرمبادله ترلاسه كولو لپاره مونږ د بدھ مت مذهبي مشرانو ته د پاكستان  دورې كولو او په هېواد كښې د تاريخي ورثې كتلو بلنه وركړې چې دغسې دوي ډېر مقدس د بدھ مت مذهبي مقامات اوګوري او د خپل مذهبي لارښود مهاتما بدھ د ورثه ياترا كولو سره د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړي

ډاكټر وال پيول پيانند تهيرو په دې مهال ووئيل مونږ په دې ليدلو ډېر خوشحاله شوي يو چې كه هر څو د پاكستان خلق د بدھ مت پېروكار نه دي خو سره د دې هم دوي د مهاتما بدھ مجسمې، د بدھ مت آرټ او د بدھ مت تاريخي ورثه او د تعمير فن محفوظ ساتلے. ده ووئيل د مهاتما بدھ د مجسمو د لارې په نړۍ كښې بدھ مذهب خپور شوے. ده ووئيل بدھ مذهب د امن، همدردۍ او روادارې پېغام وركوي. ده ووئيل د پاكستان وزيراعظم عمران خان په سري لنكا كښې د يو عظيم كركټر او اعتدال خوښي سياستدان په حېثيت پېژندلے كېږي، د سري لنكا وګړي د هغه ډېر احترام كوي. ډاكټر والپيول پيانند تهيرو ووئيل وزيراعظم عمران خان په دې وروستيو كښې د سري لنكا دوره كړې وه او بدھ بهكشوو ته ئې د پاكستان دورې كولو او د مقدس بدھ مت  مقاماتو كتلو بلنه وركړې وه. د دغې  بلنې تر مخه نن د سري لنكا د بدھ مت پلاوې د پاكستان دوره كوي

په دې پلاوي كښې شامل يو بل غړي ادوے دھملوكا تهيرو وائي د بدھ مت او د ګندهار تهذيب تاريخ د زرګونو كلونو دے. زمونږ دا دوره به د بدھ مت او د پاكستان خاورې ترمېنځه د پېړو پخوانې تاريخي اړيكې لا قوي كړي. ده ووئيل  په پاكستان كښې د امن او سلامتيا او د امنيت صورتحال په اړه مونږ ځينې غلط فهمې او اندېښنې لرلې خو پاكستان ته د رارسېدو نه پس زمونږ ټولې اندېښنې لرې شوي. ده ووئيل د بدھ ياتريانو راتګ سره به د لكونو ماليت زرمبادله وګټلې شي.

ډاكټر اسيلا وكرما سنګھي كوم چې د سري لنكا او مالديپ په اړه د سري لنكا د صدر اعلٰي سياسي صلاحكار دے، په دې لړ كښې په خپلو خبرو كښې ووئيل د پاكستان د اوسني حكومت لخوا د بدھ مت مقدس مقامات كوم چې په تېر وخت كښې بند كړے شوي وو، سېلګرو لپاره بېرته پرانستل يو غوره اقدام دے. ده ووئيل د سري لنكا د پلاوي لخوا د پاكستان اوسنې دوره به په نړۍ كښې د بدھ مت مذهب خلق د پاكستان پلو راغب كړي چې ورسره به سېلګري وده وكړي. ډاكټر اسيلا وكرما سنګھي ووئيل  د بندېزونو خاتمې په نتيجه كښې به د جاپان، چين، تهائي لېنډ او نورو هېوادونو څخه هم د بدھ مت مذهب منونكي د دې مقدسو ځايونو كتلو لپاره راځي. ده ووئيل د پاكستاني قام ډېره لويه نېك مرغي ده چې دوي ته د عمران خان په شان دور اندېش وزيراعظم او لارښود په لاس راغلے دے

د لاهور ميوزيم ډائرېكټر اعجاز احمد منهاس د پلاوي دورې په موقع ووئيل  په پلاوي كښې شامل بدھ بهكشوو د خپلو پخوانو اثارو او د مذهبي ځايونو په كتلو  پاكستان كښې ډېر خوشحال ښكاري. اعجاز احمد منهاس ووئيل  په پلاوي كښې شامل يو بدھ لارښود د وزيراعظم عمران خان مننه كولو سره وئيلي دي د كومو مقدسو اثارو او مقاماتو په اړه به چې مونږ يوازې د تاريخ په كتابونو كښې لوستل، نن په خپلو سترګو د ليدلو موقع په لاس راغلې او په دې مونږ د پاكستان حكومت او په خاص توګه د وزيراعظم عمران خان ډېره مننه كوو. ده ووئيل د دې دورې مقصد مذهبي سېلګرې ته وده وركول دي. په پلاوي كښې شامل د بدھ مت مذهبي مشران ټولې نړۍ سره تعلق لري، دوي به په بېرته ستنېدو د پاكستان په اړه د مينې او نېكو هيلو پېغام خپور كړي.

ده ووئيل هيله لرم چې د دورې په نتيجه كښې به په راتلونكو ورځو كښې د بدھ مت سره تعلق لرونكي ډېر خلق د بدھ مت ورثه كتلو له پاكستان ته راشي. دې سره به نه يوازې زياته زرمبادله ترلاسه شي بلكې په نړۍ كښې به د پاكستان مثبت تشخص هم په ډاګه شي.

﴿په مننه د اے پي پي﴾