په هند كښې د كوهي پاكولو په مهال 5 كسان مړه شوي

نوې ډيلې 17 مئي (اے پي پي) د هند په شمالي برخه كښې په يو كلي كښې د كوهي پاكولو په مهال پنځه كسان مړه شوي دي۔ د ځائي پوليس مشر د فرانس خبري اژانس ته ووئيل د هريانه ايالت په جند سيمه كښې هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې دلت ټولنې سره تعلق لرونكي 5 كسان د يو كوهي پاكولو لپاره كوز شول۔ په كوهي كښې زهرجن ګاز جمع شوے و او په نتيجه كښې ئې 5 واړه كسان مړه شول