اېبټ آباد۔20اپرېل(اے پی پی) د خېبر پختونخوا اسمبلۍ سپيكر مشتاق احمد غني د خېبر پختونخوا پخواني آئي جي ناصر دراني په مړينه د غم دړد او افسوس څركندونه كړې ده۔ د نهې په ورځ د غمرازۍ خپل پېغام كښې هغه ووئيل د پخواني آئي ناصر دراني د كورونا د لاسه په حق رسېدو راته ډېر خفګان رسېدلے دے۔ خېبر پختونخوا او هېواد لپاره د اروښاد خذمات به ټول عمري ياد ساتلې شي۔ هغه ووئيل مونږ د غم جنې كورنۍ په غم كښې يو برابر شريك يؤ۔ هغه دعا وكړه چې لوئے څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔