د خېبر پښتونخوا ګورنرشاه فرمان سره پاکستان كښې د چين سفير نونګ رونګ سره د پلاوي وليدل

پېښور 19اپريل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان سره پاکستان كښې نوي د چين سفير نونګ رونګ سره د پلاوي پېښور ګورنر هاؤس كښې ليدلي دي۔ملاقات كښې د سي پيك اتھارټي چيئرمېن ليفټيننټ جنرل(ر) عاصم سليم باجوه هم موجود ؤ۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر د چين سفير صوبه كښې د 5 څانګو زيتون، شهد،تازه او د وچو ميوو ، زعفران او قيمتي كاڼو انتهائي استعداد په اړه خبر كړو۔ګورنر شاه فرمان ووئيل چائنه لپاره يادو شوو 5 څانګو كښې د تجارت او سرمايه کارۍ ښې موقعې شته،يادو شوو څانګو ته ودي وركولو سره اقتصادي پرمختګ او د روزګار پراخه موقعې راپيدا كيدې شي۔ د چين سفير يادو شوو څانګو كښې كار كولو له خوښي څرګنده كړه ۔ ده ووئيل د يو ښه تعلقاتي نظام په بنياد به يادو شوو 5 څانګو كښې كار پيل كولې شي،يادو شوو څانګو لپاره به په حکومتي او د دواړو اړخو سوداګرو په كچه كوټلي اسټريټيجي جوړولې شي۔په دې موقع د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان د پاك چين اړيكي مثالي ګرځولو سره ووئيل د دواړو هېوادونو اولس ترمينځه د ملګرتيا اړيكي قائم دي او دواړه اولسونه د اقتصادي او سماجي پرمختګ لپاره په ګډه كار كولو له لوظ لري