وزيراعلي محمود خان سره د چين سفير ملاقات ،د شريكي خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه

پېښور 19اپريل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزير اعلي محمود سره په پاکستان كښې د چين سفير نونګ رونګ د ګل په ورځ پېښور كښې ملاقات كړے ۔ د ملاقات په مهال د شريكي خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔د سي پيك اتھارټي چيئرمېن عاصم سليم باجوه نه علاوه د صوبائي حکومت اړوند چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔ ملاقات كښې په صوبه كښې د سي پيك ترمخه په روانو پرمختيائي پروژو د خبرو اترو نه علاوه د صوبې نوې ميګا پرمختيائي منصوبي سي پيك كښې د شاملولو په اړه خبري اترې وشوې۔اړوندو چارواكو د اړخه وزير اعلي او د چين سفير قبائلي ضلعو كښې د تباه شوو سکولونو بيا جوړولو منصوبې نه علاوه د رشکئي اسپيشل اکنامك زون به منصوبه تر اوسه د شوي پيشرفت نه خبر كړے شول