اسلام آباد۔19اپرېل(اے پی پی)د خیبر پختونخوا سرمایه کاری بورډ چیف ایګزیکټو آفيسر حسن داؤد وئيلي دي د پاك چين اقتصادي راهدارۍ ترسېوري لاندې د خېبر پختونخوا په مهمه منصوبه رشکئی خصوصی اقتصادی زون تندۍ سره كار روان دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ګل په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې وكړه۔ هغه ووئيل دا زون به صوبه كښې د تند رفتارې صنعتكارۍ ودې له يو سنګ ميل ثابت شي۔ دا زون به په يو زر اېكټر زمكه مشتمل وي۔ هغه ووئيل وفاقي حكومت دا زون په درې پړاؤنو كښې وېشلې دې۔ حكومت به 210 مېګاواټ برېښنا په درې پړاؤنو كښې وركوي۔ دې زون لپاره حكومت 1203 ملینه روپۍ د ګاز رسنې په مد كښې اېښودلې دي۔ هغه ووئيل رشکئی خصوصی اقتصادی زون به درې پړاؤنو كښې جوړولې شي۔ په اولني پړاؤ كښې به 247 اېکړ، دويم كښې 355 اېکړ او درېم كښې به 399 اېکړ زمكه ډويلپ كولې شي۔ هغه زياته كړه چې دې زون كښی به د روزګار 80 فيصد موقعې ځائي وګړو ته وركولې شي