باجوړ۔17اپرېل (اے پی پی) د تحصیل سلارزۍ مانو سيمه كښې د تبليغي جماعت ګاډي پېښې سره د مخ كېدو په نتيجه كښې 10 كسان ژوبل شوي دي۔ د ځائي وګړو او رېسكيو 1122 چارواكو له مخې د تبليغي جماعت غړي د خالي په ورځ يو سوزوكي كښې يوې غرئيزې سيمې ته روان وو چې ناڅاپي ګاډې د ټائي راډ خرابېدو له كبله اپوټه شو۔ د چارواكو له مخې پېښه كښې د ژوبل شويو 10 كسانو تعلق باجوړ سره ښودلے شي۔ ژوبل شوي كسان په سمدستي توګه ضلعی هېډکوارټر روغتون خار ته منتقل كړې شوي دي