اېبټ آباد۔16اپرېل (اے پي پي) د نوموړي مذهبي سكالر مولانا مفتي منيب الرحمن مشر ورور او په ایوب ټیچنګ روغتون اېبټ آباد كښې د یورالوجی ډيپارټمنټ انچارج پروفیسر ډاکټر ناصر جمیل پلار قاضی جمیل الرحمن په حق ورسېد۔ ارواښاد د زياتې مودې نه ناروغه وو۔ د هغه د جنازې لمونځ د جمعې په ورځ ګورنمنټ کامرس کالج ګراؤنډ منډیاں جناح آباد اېبټ آباد كښې ادا كړے شو كوم كښې چې د هر يو مكتب فكر سره تعلق لرونكو كسانو ګڼ شمېر كښې ګډون وكړو۔ وروستو هغه د خپل پلار نيكه مقبره كښې خاورو ته وسپارلے شو