حکومت د فلاحی پروګرامونو د لاري د اولس ژوند ښه كولو له اسانۍ وركوي، د کشمیر کمېټۍ چیئرمېن شهریار آفریدي

اسلام آباد 16اپریل (اے پي پي) د کشمیر کمېتۍ چیئرمېن شهریار آفریدي وئيلي دي د وزارتونو بدلول د وزیراعظم عمران خان اختيار دے، د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې حکومت د بيلو فلاحی پروګرامونو د لاري د عام وګړي ژوند ښه كولو له ریلیف وركوي، حکومت د شوګر مافیا په ضد ښه او كوټلي اقدامات كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ يو نجي ټي وي سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل وزیراعظم عمران خان خپل ټيم بدلوي رابدلوي، وزیراعظم عمران خان دا ښه وئيلي شي چې هغه دا بدلون ولې كړے۔ده ووئيل د پاکستان تحریك انصاف حکومت کارکردګي په ټولو څانګو كښې ښه ده، د کابینې ټولو غړو په خپلو خپلو محکمو د ښې کارکردګۍ څرګندونه كړې، وزیراعظم كوم هم کرپټ په خپله كابينه كښې نه دے شامل كړے،هغه د هېواد ګټې لپاره كابينه كښې بدلون كړے۔ شهریار آفریدي ووئيل حکومت د احتساب په عمل څه سمجھوته نه شي كولې۔زمونږ مقصد د بدعنوانۍ معاملات تر منطقی انجام رسول دي۔حکومت د بدعنوانۍ او منی لانډرنګ لعنت ختمولو له د ټولو کرپټ او غلو د فرق نه غير احتساب كول غواړي