کوئټه 16اپریل (اے پي پي) د دفاعي پیداواروفاقی وزیري زبیدہ جلال وئيلي دي په پاك ایران پوله مېشته وګړو ریلیف لپاره به د وزیراعظم او سدرن کمانډ بلوچستان سره خبره كولې شي ۔ زعمران جالګي بارډر پوائنټ ٬ عبدو چك آب مند او کنټانی در ګوادر كښې د خوراك څښاك څيزونو په نشتوالي د وګړو د ستونزو څخه خبر يو،ډير زر به وګړو له ريليف وركړے شي۔دا خبره دې سرکټ هاﺅس تربت كښې د جمعیت اهلحدیث مکران لارښود حافظ ناصرالدین په مشرۍ كښې د سيمي مشرانو نمائندہ پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔وفاقی وزیري ووئيل په پاك ایران پوله او خوا شا سيمو كښې په قانونی ډول بارډر ټريډ پيل كولو له بارډر مارکیټ جوړول د وفاقی حکومت څخه منظوری کړے شوے او په ردیګ پوله راهدراری سره پيوست ځايونو باندې بارډر مارکیټ سائټ په ګوته كړے شوي۔ دې ووئېل مطلوبه بارډر مارکیټ زمكي ترلاسه كولو له حکومت 15 لكهه روپۍ د يو ايكړ په حساب معاوضه وركوي۔ بارډر مارکیټ جوړولو سره به د سرحدي سيمي وګړو ته په قانوني ډول د تجارت آسانۍ وركړی شي۔دې ووئيل مونږ له اولس په ووټ راكولو چې پارلیمنټ كښې د نمائندګۍ كومه ذمه واري سپارلې په هغې به مونږ اولس چرته هم مايوسه نه كړو