د پاكستان او سوئيلي افريقا ترمينځه درېم ټي ټونټي مېچ نن كولے شي۔ پاكستان ته په سيريز كښې د 1-2 بريا ترلاسه ده

سنچورین۔15اپرېل(اے پی پی) د پاكستان او سوئيلي افريقا كركټ لوبډلو ترمينځه د 4 ټي ټونټي مېچونو سيريز وروستې مېچ نن د جمعې په ورځ سنچورين كښې كولے شي۔ پاكستان ته د پروټيز په ضد سيريز كښې د 1-2 بريا ترلاسه ده۔ پاكستان سنچورين كښې شوي د سيريز درېم ټي ټونټي مېچ كښې سوئيلي افريقا ته 9 وكټونو سره ماتې وركولو سره سيريز كښې بريا ترلاسه كړې۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د سيريز ورستې مېچ نن د جمعې په ورځ سنچورين كښې كیږي۔ پاكستان لپاره د سيريز ګټلو په زړه پورې موقعه ده۔ دغسې سوئيلي افريقا دا مېچ ګټلو سره سيريز برابر كولے شي۔ پاكستان د سوئيلي افريقا دورې په مهال په سنچورين كښې دوه يو ورځني او يو ټي ټونټي مېچ كړې او درې واړو كښې ئې كاميابي تر لاسه كړې۔ د پاكستانۍ لوبډلې مشري به بابر اعظم او د سوئيلي افريقا لوبډلې مشري به هنریچ کلاسین كوي۔ د دواړو لوبډلو سرلوبغاړو د سيرير ورستې مېچ كښې كاميابۍ له بيانونه وركړې دي له دې كبله دې مېچ كښې د دواړو لوبډلو ترمينځه د سختې مقابلې امكان دے۔