د خېبر پختونخوا داخله محكمه كښې پرائس كنټرول روم جوړ كړے شو

پېښور ۔14اپرېل(اے پی پی) د خېبر پختونخوا داخله محكمه كښې پرائس كنټرول روم جوړ كړے شوے دے۔ د داخله محكمې لخوا جاري شوې اعلاميه كښې وئيلې شوي دي چې كنټرول روم به د روژې مباركه مياشت كښې د خوراك څښاك د څيزونو بيعو كښې په زياتوالي ٬ د ضرورت سامان په رسنه او ذخيره اندوزۍ پرله پسې نظر ساتي۔ وګړي دې د سېكورټي او ټرېفك مسئلې كنټرول روم ته رپورټ كړي۔ کنټرول روم24/7 به شكايتونه ترلاسه كوي۔ وګړي دې په وركړې شويو لمبرو 0919223470،03219032252،03339278363 خپل شكايتونه درج كوي۔ دغسې هغوي د فېكس لمبر 919210201 هم كارولې شي۔ صوبائي داخله سېكرټري اكرام الله خان وئيلي دي كنټرول روم ته په ترلاسه شويو شكايتونو عمل درآمد له به اړوندې ضلعي انتظاميې ته رپورټ كولې شي۔ هغه زياته كړه چې د كنټرول روم جوړولو مقصد د صوبائي حكومت احكامات عملي كول دي۔