د قصه خوانۍ بازار : قافلې او قېصۍ نشته ٬ خو د شنو چايو روايت لا پاتے دے

رپورټ:مرتضی کمال
ترجمه: ډاكټر واحد الله ايوب الازهري

د خېبر پختونخوا صوبائي سرښار پېښور ته د تاريخ ٬ تهذيب ٬ جغرافيې او كلتور په اعتبار سره خصوصي اهميت ترلاسه دے۔ دا ښار د خېبر درې ختيزې پولې ته نزدې پروت دے او نيمې اوچې ته د راتلونكو لپاره دې ته د يو قدرتي پړاؤ حېثېت ترلاسه پاتے شوے دے۔ باچېان ٬ پوځونه ٬ بريد كوؤنكي او سوداګر ټولو د پېښور د لارې نيمې اوچې ته داخل شوي دي او دې ټولو سره پېوست قصه خواني بازار هم خپل تاريخي اهميت اور شناخت لري۔ د تېرو وخت او د روان اوسني وخت روايات لرونكے دا بازار د پېښور ښار يوه زياته وداني او رونق لرونكې سيمه ده۔ د ځائي رواياتونو له مخې د سوداګرو قافلې ٬ پوځي ډلې او سېلګري به د دې بازار په استوګنو كښې پاتې كېدل ٬ شنه چائې به څښله او يو بل ته به ئې قيصې كولې۔ پخوا به دلته د لارې غاړې ته ناستو پېشه ورو قيصې ويؤنكو په خپله لهجه كښې خلقو ته خوندورې قيصې كولې او هم له دې كبله دې ته د قصه خوانۍ بازار نوم وركړے شو۔ د نورلسمې پېړۍ په منځومانه برخه كښې د پېښور برطانوي كمشنر سر سر اېډورډ هربرټ قصه خواني بازار د منځنۍ آسيا پکاډلی ګرځولے وو۔
قصه خوانۍ بازار ته د خپل ځانګړي حېثيت او تاريخ له كبله په د ښار په نورو بازارونو كښې يو جلا مقام ترلاسه دے۔ دا يو داسې بازار و چرته به چې د بېلو سيمو سوداګر او سېګري راتلل ٬ د دې ځائې په استوګنو كښې به پاتې كېدل ٬ قيصې به ئې اورېدلې او شنې چائې به څښلې او دغې نه وروسته به په خپل سفر روانېدل۔ د شنو چايو په دې هوټلونو كښې به د پيتلو په لويو لويو لوخو كښې ګرمې اوبه ساتلې شوې او خاورينو روايتي پيالو كښې به خلقو ته شنې چائې وركولې شوې۔

قصه خوانۍ بازار كښی اوس هغه سرائې ګانې ٬ د سوداګرو قافلې او قيصې وئيل او اورېدل خو نشته خو د شنو چايو روايت لا پاتے دے۔ د بازار مركزي سړك دواړو اړخونو ته د كتابونو ٬ جامو ٬ د ډاكټرانو كلينكس ٬ د چايو هوټلونو او د اوچو مېوؤ دكانونو د بازر ښكلا يو په دوه كړې ده۔ ځائ په ځائې په سكرو د ورتېدونكې غوښو نه پورته كېدونكو لوګو ٬ ځائې په ځائې د تازه مېؤو انبارونو او په تنورونو د پخ شويو تازه روټو خوشبوګانو فضا ته خپل يو خوند وركړے دے۔ د بازار ورستې ولې د خوند نه ډكې سرائ ګانې او پخوانۍ ودانۍ نن هم د تېر دور ياد تازه كوي۔

په تاريخي قصه خوانۍ بازار كښې لږ تر لږ نهه لسيزه وړاندې جوړ شوې د شنو چايو هوټلونه اوس هم شته۔ دلته د خلقو رش دا خبره رامخې ته كوي چې په دې هوټلونو كښې وړاندې كېدونكې شنه چائې اوس هم هغه پخوانے خوند او خوشبو لري۔ دې هوټلونو ته د پېښور ځائي او د خواو شا سيمو خلق لوئې شمېر كښې راځيِ۔ دلته د تېر وخت په ډول تجارتي قافلې خو نه راځي ولې بياهم د شنو چايو روايت لا پاتے دے او دا د تېر وخت په مقابله كښې شايد زياته غوښتلے شي۔

د شنو چايو يوې پخواني هوټل مالك فضل الرحمن اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل زه په دې هوټل كښې د 58 كالو نه كار كوم۔ هغه ووئيل په تېرو وختونو كښې قصه خوانۍ كښې د كوهاټي دروازې ، سرګئی دروازې، کابلی دروازې او ګنج دروازې په شمول 12 دروازې وې۔ افغانستان نه راتلونكې قافلې به دلته پاتې كېدلې۔ هغه ووئيل دلته به رش وو او قيصې وئيونكو به خلقو ته قيصې كولې۔ په دې قيصو كښې به شپه تېره شوه او د سحر د بانګ په وخت به د ښار دروازې پرانستلې شوې او خلق به دې ځائې نه لاهور او د هندوستان امرتسر ښار ته روان شول۔ دغسې په قصه خوانۍ كښې د دمې كولو نه وروستو به قافلې خېبر، او خېبر نه لنډي كوتل او بيا د افغانستان جلال آباد ښار ته هم روانېدلې۔ هغه ووئيل اوس هم دلته د خېبر ايجنسۍ او لنډي كوتل نه خلق راځي او شنه چائې څښي۔ هغه زياته كړه چې شنه چائې د خوراك هضمولو لپاره ډېره ښه ده۔

د ښار يا نورو سيمو نه چې څوك هم قصه خوانۍ بازار ته راځي نو پخوانۍ قهوه خانې ته ضروري ځي۔ دې پخوانۍ قهوه خانه كښې كه يو اړخ ته د ښار بدل شوي حالات ليدلې شي نو بل خوا دلته نن ھم د قصه خوانۍ بازار پخواني يادونه لا تازه دي۔ قهوه خانه كښې ناست يو وګړي خپلو خبرو كښې ووئيل د قصه خوانۍ بازار قهوه خانو ته راتلل او قهوه څښل زمونږ پخوانے روايت دے۔ هغه ووئيل زمونږ مشرانو به هم دلته قهوه څښله۔ د ماشوموالي عادت او روايت مونږ دلته په بار بار راتلو مجبور كوي۔ هغه زياته كړه چې دلته په ناسته كولو كښې مونږ ته يو سكون ترلاسه كېږي ٬ كه مونږ راتلل نه غواړو نو بياهم دمه كولو او قهوه څښلو له راځو۔

قصه خواني بازار يوازې د خپلو قيصو نه بلكې د خپلې كلتوري ورثې له كبله هم نوموړے ګڼلے شي۔ د هند د فلمي دنيا ځينې نوموړو فنكارانو خپل ماشوموالې دې بازار ته نزدې محلو كښې تېر كړے دے۔ په ډهكي نال بندۍ نومې محله كښې نن هم هغه كور شته چرته چې څه موده وړاندې هندي اداكار راج کپور پاتے شوے وو۔ ده د 22 كالو په عمر كښې پېښور ته په مخه ښه وئيلې وو۔ ممبۍ ته ورسېد او دغلته يو نوموړے فنكار جوړ شو۔ د هغه څلور نسلونه د هند په فلمي صنعت راج كوي۔
د قصه خوانۍ بازار نه د پنځه دقيقو نه هم په كم مسافت د ډوما ګلي په يو كور كښې هندي فنكار يوسف خان چې په دليپ كمار يادېږي زېږېدلے وو۔ یوسف خان عرف دلیپ کمار په دسمبر1922 كښې دلته پېدا شوے وو۔ د ده پلار د كال 1930 لسيزې په پېل كښې ممبۍ ته لاړو هغه به دوه درې كال پس رخصتيانو كښې سره د بچو دلته راتللو۔ دې كوچنيانو به د دې ځائې د خوندورو خوږو نه خوند پورته كولو او په دې محلو كښې به ئې لوبې كولې۔ دلیپ کمار په بېلو موقعو د پاكستان دورې په مهال پېښور سره خپل تړلي يادونه په جذباتي او په زړه پورې ډول وړاند كوي۔

دا بازار د مزاحمت يو علامت هم ګڼلے شي كه هغه د انګرېز په ضد د جنګ آزادۍ تحريك وو يا د سوداګرو په شمول د ژوند بېلو طبقو سره د تعلق لرونكو لخوا په كومه مسئله احتجاج وي ٬ په دې تاريخي بازار كښې په بېلو موقعو خلق خپل حق لپاره غږ پورته كوؤنكي په نظر راځي۔ په خاص توګه د انګرېزانو په ضد د آزادۍ تحريك به د دې بازار د ذكر نه غېر نيمګړے وي۔ په دې كښې يوه تر ټولو مهمه پېښه په كال 1930 كښې د قصه خوانۍ بازار شهيدانو ده كله چې د آزادۍ تحريك په مهال په جلوس ډزې وشوې ۔ د سركاري ريكارډ له مخې د انګرېز په ضد دې سولييزه پېښه كښې 20 تش لاسي كسان شهيد شول او د غېر سركاري ذريعو له مخې دې پېښه كښې 400 كسان شهيدان كړې شوي وو۔ د دې پېښی په ياد كښې دوه مينارونه نه هم موجود دي۔

يو شمېر لسيزې تېرې شوې ٬ د شهيدانو د وينو ، د احتجاجي تحريكونو او قيصو په اړه غږ اوس هم كه د قصه خوانۍ بازار او تاريخ په پاڼو كښې تر غوږو كېږي نو د دې ځائې قهوه خانو د دې بازار پخوانے روايت نن هم ژوندے ساتلے دے۔